بلخ @ps

د سرپل د صیاد ولسولۍ قفلاتون کلی طالبانو ونیوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییز چارواکي وایي، چې د سرپل د صیاد ولسولۍ قفلاتون کلی طالبانو نیولی دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه لس بجې طالبانو پر دغې سیمې برید وکړ، چې تر دې دمه ورسره نښته روانه ده؛ خو اووه پوستې سوځول شوي او د افغان ځواکونو وسلې، مهمات او تجهیزات طالبانو خپل کړي دي.

سرچینې دا هم زیاته کړې، چې له ۲۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۲۰ ټپیان دي او ۹ عام وګړي هم ژوبل شوي دي.

د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ په اړوند سیمه کې جګړه خال خال روانه ده او دا هم ویل کیږي، چې څه نا څه ۵۰ افغان ځواکونه له سیمې ورک دي.

تر دې دمه د پېښې د بشپړ زیان او د ورکو سرتېرو په اړه امنیتي سرچینو څه نه دي ویلي.

طالبانو ویلي، چې په دې نښتو کې ۹ کسان ژوندي نیول شوي او دغه راز ډېر غنایم هم تر لاسه شوي دي.

رسمې امنیتي سرچینو آریانا نیوز ته تر دې دمه په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده. 

Trending

Exit mobile version