تازه خبرونه
د غزني په مالستان کې ماین چاودنې د یوې کورنې ۵ غړي ووژل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه کور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.
د غزني ولایت د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې دغې چاودنې دوه نرینه او درې میرمنې وژلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه څرګنده شوې نده، چې د کورنۍ مشر دغه ماین د کومې موخې لپاره راوړی و او یا دا، چې کوم بل ځای ته یې لیږداوه او دغه چاودنه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې؛ دغه پېښه تېر مازیګر د دې ولسوالۍ په جاکه سیمه کې رامنځته شوې، چې د خپلې بڼې یوه بې سارې چاودنه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په مقر ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.