تازه خبرونه
د غزني په ده یک ولسوالۍ کې شل وسلوال طالبان او درې سرتېري وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې شل وسلوال طالبان او درې سرتېري وژل شوي دی.
د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر اسدالله شجاعي وايي، تېره شپه درې بجي د غزني د ده یک ولسوالې په مرکز کي تر دوه سوه وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر هډه برید وکړ، چې د وسلوالو برید په شا وتمبول شو او شل وسلوال طالبان ووژل شول.
هغه زیاتوي، په دې نښته کې دری سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو هم د دې برید پخلی کړی؛ خو وایي، چې شپږ سرتېري وژل شوي او خپلو نهو همکارانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.