تازه خبرونه
د ترکیې ولس په هېواد کې د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي
د ترکیې خلک او په تېره ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د خپل هېواد د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي.
ځینې کتونکي دا ټاکنې په تېرو نوي کلونو کې کله، چې مصطفی کمال اتاتورک عثماني خلافت ړنګ کړ؛ تر ټولو مهمې او برخلیک ټاکونکې بولي.
د نننیو ټاکنو ارزښت په دې کې دی، چې په راتلونکې کې به د ترکیې نظام ریاستي وي. یعنې واک به له ولسمشر سره وي، چې د تېر په څېر به لومړی وزیر نلري او د لومړي وزیر واکونه به ولسمشر ته سپارل کېږي.
په دغه هېواد کې نن( د چنګاښ ۳، چې د جون له ۲۴ سره برابره ده) د پارلمان او لسمشرۍ لپاره ټاکنې په لومړي ځل پر یوه ورځ تر سره کېږي.
ښاغلی اردوغان هیله لري، چې د پېنځه نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي.
کتونکي وايي، نوموړی دا ځل له ننګوونکې ټاکنیزې سیالۍ سره مخ شوي.
د هغه درې سیالانو ویلي، که هر یو یې بریالی شي؛ نو د ښاغلي اردوغان له خوا رامنځته شوی رياستي نظام به لغوه کړي او د تېر په څېر به پارلماني نظام ټینګ کړي.
تېر کال په یوه ټولپوښتنه کې اساسي قانون تعدیل شو، چې له مخې یې پارلماني نظام پر رياستي بدل کړشو.
د یادونې وړ ده، چې دا ټاکنې د ولسمشر اردوغان په غوښتنه له وخت مخکې تر سره کیږي.