تازه خبرونه

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان بریالی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر اعلام کړه، چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر سعدي ګوون اعلام کړه، چې ښاغلی اردوغان د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ډېرو رایو پخپلولو بریالی شوی دی.

د ترکیې دولتي رسنیو هم اعلام کړې، چې ښاغلي اردوغان د ټولو رایو له شمېرنې وروسته څه نا څه ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ( یکشنبه د چنګاښ ۳) په استانبول کې د وینا پر مهال ځان بریالی اعلام کړی و.

هغه په خپلې لنډې وینا کې څرګنده کړې وه؛ هیله من یم، چې د ټاکنو پر پایلو هیڅوک شک ونکړي او د خپلو ماتو په پټولو هېوادنۍ دیموکراسي تر پوښتنې لاندې رانولي.  

د ترکیې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د یکشنبې له سهاره تر مازیګره تر سره شوې. له دې مخکې نړیوالو رسنیو دغه ټاکنې مهمې ګڼلې وې. په دې ټاکنو کې، چې له وخت مخکې تر سره شوې د رجب طیب اردوغان په وړاندې سیالۍ ته د عدالت او پرمختیا ګوند ولاړ و.     

Trending

Exit mobile version