تازه خبرونه
د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له بشپړ غور وروسته په ډاګه کړې، چې د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د دغه ولایت د قومي مشرانو، سیمه ییزو چارواکو، ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست له بشپړ غور وروسته وپتیل شوه، چې د غزني ولایت د ټاکنو بهیر دې په درې ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي.
تر دې دمه د ټاکنو څارونکیو بنسټونو د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړده، چې د ناامنیو پر لامل په دې ولایت کې ټاکنو ته د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیرونه تر سره نشول او دې کار په مرکز او ولایتونو کې د اړوند بنسټونو او شنونکو بېلابېلې نیوکې راپورته کړې. ان تر دې، چې د آریانا نیوز د تېرې شپې په(تحول) کې میلمنو په ډاګه کړه، چې: که په غزني کې ټاکنو ته شرایط برابر نشي؛ نو په ولسي جرګه کې به تر هغې پخواني استازي د غزني په استازیتوب کار کوي، چې ورته نوي استازي غوره شي.