تازه خبرونه

د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي وایی، د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي. بروکسل د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ناتو د مشرانو کوربه دی. دغه ناسته، چې افغانستان به یې د محور مهمه برخه وي.

د یادې ناستې سرمنشي ینس ستولتنبرګ له یادې سرمشریزې مخکې وایي: ناتو به په افغانستان کې خپل حضور روان ساتي او هیڅکله به د روانې جګړې په ډګر کې افغانان یوازې پرینږدي.

نوموړي څرګنده کړې؛ په افغانستان کې مو شتون ښيي، چې دا هېواد بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلیږي. مونږ درې زره پوځي سلاکاران د افغاستان د جګړې ډګر ته استولي، افغان هوایی ځواکونه پیاوړي کوو او په پرېکنده توګه د ولسمشر غني له لومړیتوبونو ملاتړ کوو.

د افغانستان سوله، د تازه نفسه سرتېرو لیږل او له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغان ځواکونو سره مالي او پوځي ملاتړ هغه مسایل دي، چې بحث به پرې وشي.

د ناتو سرمنشي ستولتنبرګ دا هم ویلي، چې د افغان حکومت له سیاسي حل لارې  ملاتړ کیږي او دا راز افغان ځواکونه نه پريښودل کیږي، چې د جګړې په ډګر کې یوازې پاتې شي.

ینس ستولتنبرگ څرګنده کړې؛ مونږ په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوو، هره مرسته مو، چې په وس کې وي، تر سره کوو یې. افغان ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې یوازې نه پریږدو؛ خو له سیاسي حل لارو هم ملاتړ کوو.

ولسمشر غني او اجرائیه  رییس هم بروکسل ته تللي دي او ټاکل شوې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د هېواد پر اوسني وضعیت خبرې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي؛ په دې ناسته کې څو خبرې کیږي، چې یوه یې د افغانستان د جګړې ده. دوه یمه له پولو ورتېره د تروریزم خبره ده. درېیمه له سولې د ملاتړ موضوع ده او څلورمه د جرمي اقتصادي شبکو په وړاندې  مبارزه ده، چې د دې ناستې پایله افغانستان ته ګټوره ده.           

بروکسل ته د  ملي وحدت حکومت د مشرانو له سفر سره جوخت د افغانستان ژغورنې شورا د ناتو مشرانو ته یو پرانیستی لیک استولی دی، چې جنرال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور محمد محقق په دې لیک کې پر بېلابېلو برخو کې د ولسمشر غني پر کړنو نیوکې کړي دي.

د دې لیک په یوه برخه کې ولسمشر غني د حکومت له مخالفینو څخه پر ملاتړ تورن شوی، چې د دوی د څرګندونو له مخې قومپالنه یې بله ستونزه ده.

د یادونې ده، چې حکومت د دې  ناستې پایلې د افغانستان ثبات ته مهمې بولي.

Trending

Exit mobile version