تازه خبرونه

د غزني پر اړوند ولسوالیو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په غزني کې چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت پر قره باغ، جغتو، رشیدان او جاغوري ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې د رشیدان ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان صبغت الله په ګډون څلور ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د غزني ولایت امنیه قومندان زیاتوي، د طالبانو دغه بریدونه پر شاتمبول شوي او په تېرو څلیریشت ساعتونو کې ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو میاشتو کې د دغه ولایت پر لیرې پرتو سیمو د طالبانو بریدونه ډېر شوي او ان ټاکنیز بهیر په کې له ستونزو سره مخ شوی دی.  

Trending

Exit mobile version