تازه خبرونه
د غزني جګړې ته طالبان له څرګندو لارو رارسیږي
یو شمېر سرچینو ویلي، چې طالبان په پاکستان کې له تجهیر او تمویل وروسته له څرګندو لارو د غزني جګړې ته رارسیدلي دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ څه نا څه ۱۷۰۰ طالبان د غزني ښار په څو ورځنیو نښتو کې د سور جنګل او بادینه له لارې زابل او بیا غزنی ته او همدارنګه د شمالي وزیرستان له لارو قمرالدین کاریز او د جنوبي وزیرستان د منګروټي کوتل له لارې برمل او د پکتیا جاني خېل او له دې ځایه د غزني ګیرو او قره باغ ولسوالیو ته رارسیدلي دي.
بله لار د دوی لپاره د خوست او پکتیا د تڼي او زرمت ولسوالۍ دي، چې ځانونو له دغو لارو غزني ته ورسوي.
د پخوانیو امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پر غزني د طالبانو برید پر مهال تر سره کیږي، چې د غزني والي له هېواده بهر په سفر کې دی.
سرچینې دا هم ویلي، چې د حکومت لومړۍ درجه مسوولینو له دغه بریده خبرتیا ته بشپړه پاملرنه نده کړې.
د ملي امنیت پخوانی مرستیال عبدالقیوم کتوازی وایي، چې طالبانو ته د تګ راتګ ډېرې لارې شته او ورته ډېر اهمیت هم لري. والي له څو ورځو راپدیخوا نه و او د دغو زیانونو وړاند وینه هم کیده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزني ښار د جګړې پر څلورمه ورځ ولسمشر غني په ځانګړې امنیتي ناسته کې سپارښتنه وکړه، چې د امنیت، پولیسو او ملي پوځ ځانګړي ځواکونه دې دغه ولایت ته ولاړ شي.
خبریال: شاهپور فرهمند