تازه خبرونه
د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره به له هر غوراوي کار واخیستل شي- مراد علی مراد
د افغانستان د لوی درستیز مرستیال وایي، د اړتیا له مخې به د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له هر غوراوي کار واخیستل شي.
امریکا د جګړې په میدان کې د لومړي ځل لپاره داسې ستر غیراتومي بم وکاراوه، چې مور بم نومیږي. دغه بم په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو غورزول شوی دی.
د امریکا لخوا د غه بم پر کارولو د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پاکستان، روسیې او طالبانو غبرګونونه را پاریدلي دي.
د ملي دفاع وزارت وایي، که هر څوک د داعش او طالب په وړاندې په مبارزه کې رښتینی عمل ونه کړي، زیان به وویني.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستال مراد علي مراد ل وایي، دې بم داعش ته درانده مالي او ځاني زیانونه واړول، او د داعش د سمبالښت هسته یې له منځه یوړه.
د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې له ۹۵ ډېر داعشیان وژل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي، چې د بم غورزولو په ساحه کې هیڅ ملکي زیان نه دی لیدل شوی.
د ملي دفاع وزارت اچین ولسوالۍ د داعشیانو لپاره ستراتیژیکه سمه ګڼي او وایي، چې په دې سیمه کې د وسلوالو د ځپلو عملیات اوس هم روان دي.