تازه خبرونه

د غزني مالستان او جاغوري ته پوره ځواکونه ندي رسیدلي- اړوند خلک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو بې ځایه شوي اوسیدونکي وایي، د جګړو د کابو کولو لپاره پوره ځواکونه اړوند سیمو ته ندي رسیدلي.

اته ورځې کیږي، چې د غزني په اجرستان، جاغوري او د روزګان په خاص روزګان ولسوالیو کې جګړو او تاوتریخوالي له خلکو امنیت اخیستی دی. د جګړو شدت تر دې بریده را رسیدلی، چې سلګونه کورنۍ له مالستان او جاغوري ولسوالیو بې ځایه شوي دي.

د دغو سیمو ښځې او نر، ځوانان، زاړه او ماشومان د جګړو له کبله  له خپلو کورونو راوتلي او هر چا له ځان سره د جګړې ترخې کیسې راوړې دي.

دغه بې ځایه شوي څرګندوي، چې ډېر خلک د بامیان او غزني ښار تر منځ په لارو کې بند پاتې دي.

د غزني ولایتي شورا وایي، د جاغوري او مالستان د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره پوره ځواکونه شتوالی نلري.

د مالستان ولسوالۍ اوسیدونکې بي بي مریم وایي: پر مونږ اور وریږي؛ له یوې خوا طالبانو او له بلې خوا حکومت ولسونه د اور لاندې ساتلي دي.            

د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکې زلیخا وایي: پلار مو د جګړې په ډګر کې بند پاتې دی، دلته هم هوا ډېره سړه ده او له درې ورځو پلي مزل وروسته کابل ته رارسیدلي و.                

مونږ بېړنیو مرستو ته اړ یو؛ خو حکومت داسې غوړې ژمنې راکوي، چې پلې کیدل یې بشپړ وخت غواړي.

دوی ډېر ناهیلي ښکاري او حکومت کمزوری ګڼي او وایي؛ اته ورځې کیږي، چې جګړې په مالستان، جاغوري، اجرستان او شهرستان کې روانې دي.

د غزني ولایتي شورا وايي، په دې موده کې حکومت یوازې ژمنې ورکړي او د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره کار ندی شوی.

د غزني ولایتي شورا غړی حمید الله نوروز وایي: په سیمه کې حالات ښه ندي؛ رالیږل شوی ځواک د دغې جګړې لپاره پوره هم ندی . زه نپوهیږم، چې وضعیت به څنګه مدیریت شي.           

د غزني د ولایتي شوا مرستیال امان الله کامراني وایي: په دې ولایت کې ډېرې سیمې ناامنه دي. حکومت باید دغه وضعیت ته بدلون ورکړي. مونږ په ځلونو ویلي؛ که حکومت د غزني په اړه پرېکړه ونکړي؛ حالات لدې هم خرابیدی شي.             

د وسلوال پوځ لوی درستیز غزني ته د جګړې د مدیریت په خاطر تللی؛ خو د پولیسو او پوځیانو د پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو تر دې دمه څه نه ویل کیږي.

Trending

Exit mobile version