بلخ @ps

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالي د سقوط په درشل کې ده-چارواکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د سنچارک ولسوالۍ له سقوط اندېښمن شوي او وایي، چې وسلوالو طالبانو د د دغې ولسوالۍ د ګجوا او توپخانې د پراخه کلیو له نیولو وروسته وسلوالو دغې ولسوالۍ ته ورغلې لار هم تړلې ده.    

چارواکي زیاتوي، چې که ځمکني او هوایي ځواکونه اړوند سیمې ته ژر ونه رسیږي؛ نو سنچارک به هم  وسلوال طالبان ونیسي.

د سرپل والي ویاند ویلي، چې په یاده سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

د سرپل ولایتي شورا غړی د جګړې له کرښې وایي؛ وسلوالو طالبانو د مسجد سبز او توپخانې له لوریو د ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی او د سنچارک د سقوط ګواښ یې هم رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version