تازه خبرونه
د برېښنا نشتوالی د هوا د ککړتیا یو لامل دی
خلک د برښنا د نشتوالي له کبله له بې کیفته سوند توکو کار اخلي، چې د ښار هوا یې ککړه کړې ده.
د هوا ککړتیا په دې یخو شپو او ورځو کې خلکو ته بېلابېلې اندېښنې رامنځته کړي دي.
د حکومت اجرائیه رییس وايي، خلک او یو شمېر ښارګوټي د برښنا د نشتوالي له کبله بې کیفیته سوند توکي کاروي، چې د ښار هوا یې ککړه کړې ده.
د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې خلک بېوزله دي او د ډبرو سکاره کاروي. ښارګوټي هم باید د ډبرو سکرو ته د تصفيې دستګاوې فعالې کړي.
د هوا په ککړتیا کې خلک هم بې برخې ندي.
هېوادوال وايي، چې ګڼشمېر وګړي د اقتصادي ستونزو له کبله له بې کیفیته سوند توکو کار اخلي، چې خلکو ته يې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کړې دي.
د کابل ښار اوسیدونکی علي مدبر وایي، چې د هوا په ککړتیا کې خلک ډېر رول لري؛ خو حکومت هم اړ دی، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته پام راوګرزوي.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی محمد عمر ویلي، چې ټول روغتونونه له ناروغانو ډک دي او حکومت په دې اړه هیڅ ندي کړي.
لدې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وه، چې د هوا ککړتیا په کابل ښار کې د خلکو ترمنځ د تنفسي ناروغۍ کچه لوړه کړې ده.
ویل کیږي، چې خلک د اقتصادي ستونزو له کبله له هرې وسیلې د ځان د تودولو لپاره کار اخلي؛ خو حکومت مسوولیت لري، چې د دوی لپاره کاري زمینې برابرې کړي.
خبریال: اکبر لودین