بلخ @ps

د سالنګونو لویه لار ترافیکو ته خلاصه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سالنګ لویه لار تېره شپه د واورې د اورښت او واورې ښویېدو له کبله د ترافیکو لپاره تړل شوې وه؛ خو اوس خلاصه شوې ده.  

د سالنګونو د څارنې او ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر سالنګي د دغو څرګندونو تر څنګ زیاته کړې، چې دغه لویه لار له پاکولو وروسته نن له غرمې مخکې څه نا څه لس بجې د ترافیکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

ویل کیږي، چې تېرې ورځ لږ تر لږه څلور ځله واواره ښویېدنه رامنځته شوه؛ خو د دغې لارې د کارکوونکیو پر هڅو پرته له زیانه پاکه شوه.    

د سالنګونو لویه لار هر کال په ژمي کې د واورې ښویېدو له کبله او د زیانونو د مخنیوي لپاره تړل کیږي.

Trending

Exit mobile version