تازه خبرونه

د اروپایي ټولنې استازې موګریني د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازې فیدریکا موګریني د سې شنبې پر سهار( د وري ۶) کابل ته راورسیده او له حکومتي مشرانو سره یې پر افغان سوله او ټاکنو هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.

 د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسووله فدریکا موګریني له افغان چارواکو سره په خبرو کې وايي، چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې هر ډول هوکړه باید نړیوال ملاتړ له ځان سره ولري.

نوموړې په داسې حال کې کابل ته راغلې، چې د سولې په برخه کې د افغان دولت او نړیوالو د نظرونو ترمنځ توپیر لیدل کیږي.

هغې ویلي، چې د سولې خبرې باید د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې ترسره شي. مونږ نه غواړو، چې یوازې نندارچیان پاتې شو. مونږ غواړو، چې دغه بهیر جدي وڅارو او اروپايي ټولنه به د سولې د ضمانت کوونکې په توګه خپل رول ولوبوي.

هغې له ولسمشرسره په ليدنه کې پخپله خبره ټينګار وکړ، چې اروپايي ټولنه له افغان سولې ملاتړ کوي او په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.

 د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازې له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې ویلي، چې حکومت بايد د افغانستان د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي او په دې اړه دې خپلې هڅې پراخه او هیچاته دې د سولې د مخنیوي اجازه نه ورکوي.

ولسمشر په دې لیدنه کې  حالات ډېر حساس بولي او ټینګار کوي، چې د سولې په بهیر کې باید بیړه ونشي.

هغه وایي، چې د سولې خبرې اوس یو ملي بحث دی؛ خو د دغو هڅو د پایلو لپاره باید سیاسي اجماع رامنځته شي.

 آغلې فیدريکا موګريني د افغانستان د حکومت له اجرائيه مشر داکتر عبدالله عبدالله سره هم د افغانستان د روان وضعيت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

فیدریکا موګریني د افغانستان له اجرائيه ريیس سره د لیدنې پرمهال ټينګار کړی، چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي او له ټاکنو پرته به سوله هیڅ معنا ونلري.

نوموړې له داکترعبدالله عبدالله سره د خبرو پرمهال وويل، چې افغانستان ته یې د سفر موخه په دې هېواد کې د سولې له بهیر د ملاتړ څرګندونه او په دې اړه همکاري ده.

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د هېواد اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له استازې، فیډریکا موګریني سره په لیدنه کې پر څو اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو هڅو او په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

نوموړې په دې لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې نور؛ نو شاتګ ته اړتیا نشته او سوله د پرمختګ په معنا ده

دغه راز په افغانستان کې د م.م استازي یاماموتو هم په کابل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له استازې فیدریکا موګریني سره لیدنه کړې او له ټاکنو، سولې او سیاسي بهیرونو څخه یې د ملاتړ لپاره د ګډو هڅو ډاډ څرګند کړی دی.

فیدريکا موګریني په دې لیدنو کې ويلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې په اړه جدي هڅې کوي او په دې اړه به د پاکستان په مرسته د افغانستان په سوله کې خپلې هڅې نورې هم پراخه کړي. دا ټولنه د تل په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او خپلې مرستې او ملاتړ به هم روان ساتي.

نوموړې افغانستان ته له سفر مخکې پاکستان ته تللې وه او هلته يې د هغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره په ناسته کې څرګنده کړې، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم دی او په دې هېواد کې امن او ثبات د سیمې او اروپايي ټولنې په ګټه دی.

افغانستان ته د نوموړې سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره دوه نیم زره کسیزه لویه مشورتي جرګه رابللې  ده.

Trending

Exit mobile version