تازه خبرونه
د غزني په یوه جومات کې د چاودنې له کبله دوه تنه ووژل شول
له سیمې څخه عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه د غزني ښار د خاک غریبان په اړوند سیمه کې د عبادت کوونکيو د ماښام لمانځه د ادا کولو پر مهال رامنځته شوې ده.
د والي وياند عارف نوري آريانا نیوز ته ويلي، چې دغه پېښه د غزني د محمديه جومات په ممبر کې له ځای پر ځای شویو چاوديدونکیو توکو رامنځته شوې ده.
د نوری په وینا؛ په دې چاودنه دوه تنه مړه او له ۲۰ نورډېر ټپیان شوي دي.
هیچا د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
په داسې حال کې، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او دا یې د هغه چا کار ګڼلی، چې غواړي “فرقه ییزه کرکه” رامنځته کړي.
غزني د افغانستان په مرکزي برخه کې د ناامنه ولایتونو څخه دی، چې وسلوال طالبان یې په لیرې پرتو ولسوالیو کې پراخې هڅې ترسره کوي.