تازه خبرونه
د غزني ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ سرپرست وژل شوی
د غزني ولایت د رسنیو دفتر دا هم څرګنده کړې، چې په دې نښته کې ۴ وسلوال طالبان هم وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
طالبانو ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۱ سرتېري وژل شوی او لس نور ټپيان دي.
دغزني چارواکو دغه راز ویلي، چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په چتل خېل کلي کې د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي او د هغوی اړوند یوه اندازه وسلې او پوځي وسایل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
غزني یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې ترسره کوي او ان تېر کال یې له څلور خواوو پر مرکز برید وکړ او دغه ولایت یې د څو ورځو لپاره نیولی هم و.