تازه خبرونه

د تالقانو ښار څنډې او نورې سیمې له طالبانو پاکې شوې- دفاع وزارت

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مسوولین وايي، د افغان ملي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د تالقانو ښار څنډې له طالبانو پاکې شوي؛ خو عملیات د ماینونو او ملکي خلکو د مرګ و ژوبلې د مخنیوي له کبله ټکني روان دي.

د تالقان ښار د ابدال سیمې او بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د عملیاتو په ټکنیتوب نیوکه کوي او وايي، تالقان ښار او بهارک ولسوالي له سقوط سره مخ دي او طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پرځای شوي دي.

د تخار اوسیدونکي وايي، د تالقان ښار په ابدال دوه لاري، سپین جومات او بهارک ولسوالیو کې وضعیت ترینګلی دی او امنیتي مسوولین رښتیا نه وايي.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې تخار له سقوط سره مخ دی.

د تخار د ولایتي شورا غړی محمد اعظم افضلي ويلي؛ محلي چارواکي رښتیا نه وايي او امنیت شورا ته د وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي.

دوی زاتوي، طالبان د تعرض په حال کې او عملیات ټکني دي.

د دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې طالبان له ماتې سره مخ دي.

امنیتی او دفاعي مسوولین د عملیاتو د ټکنیتوب لامل ماینونه او د ملکي خلکو له مرګ و ژوبلې مخنیوی ګڼي.

د تخار اوسیدونکي وايي؛ چاه آب، ینګي قلعه او خواجه غار ولسوالۍ هم له ناوړه امنیتي وضعیت سره مخ دي او درقد ولسوالي له څو ورځو را پدیخوا د طالبانو تر واک لاندې ده.

Trending

Exit mobile version