تازه خبرونه
د غزني پوهنتون په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ زدکړیالان ټپیان کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سې شنبې پر ورځ له غرمې مخکې د غزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په یوه ولګي کې هغه مهال چاودنه رامنځته شوه، چې زدکړیالانو درسي غونډه درلوده.
د غزني د مرکزي روغتون رییس باز محمد همت ویلي؛ قربانیان د زدکړیالانو په موټرو کې مرکزي روغتون ته ولیږدول شوي، چې پېنځه په کې له عصبي شوک سره مخ دي.
دا لومړی ځل دی، چي په غزني پوهنتون کې چاودنه کیږي. دغه چاودنه
د غزني پوهنتون ته د چاودیدونکیو توکو لیږدیدل د پوښتنې وړ مسله ده.
کورنیو چارووزارت وسلوال طالبان د دغه برید مسوول ګڼي؛ خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د غزني پوهنتون چاودنه غندلې او په دې پيښه کې لاس لرل یې رد کړې دي.