بلخ @ps

د سالنګ تونل به ۲۰ شپې د تګ راتګ لپاره تړلی وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سالنګونو د څارنې او ساتنې چارواکو ویلي، چې د سالنګ لویه لار به د شپې له ۱۲ څخه د سهار تر ۶ بجو د ترافیکو د تګ راتګ لپاره تړلې وي.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې اجرائیه ریاست مدیر سمیع الله ولی زاده آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د سالنګ لویه لار به په تونل کې د تخنیکي ارزونې له کبله سر له نن شپې(سې شنبه د لړم ۷) تر ۲۰ شپو د تګ راتګ لپاره تړلې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ترانسپورت وزارت یو ۳۰ کسیز پلاوی د دغه تونل د تخنکي ارزونې او د لارې د جوړولو لپاره سیمې ته راغلی دی.

د سالنګ لویه لار د هېواد شمال له جنوب سره نښلوي او یوه ارزښتمنه سوداګریزه لار ده ، چې هر کال د واورې ښویېدنې له کبله د ترافیکو د تګ راتګ لپاره تړل کیږي.

Trending

Exit mobile version