تازه خبرونه
د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورزیدلې
د غزني والي وحیدالله کلیمزي منلې، چې راغورزیدلې الوتکه له کورنیو هوایي شرکتونو سره تړاو نلري او کیدی شي، چې د کوم بهرني شرکت الوتکه وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ الوتکه د طالبانو تر څارنې لاندې سیمه کې راغورزیدلې، چې بشپړه سوزیدلې او دا ترې نه په ډاګه کیږي، چې د کوم بهرني شرکت الوتکه ده.
نوموړی زیاتوي، چې د سیمې اوسیدونکیو د الوتکې له کابین څخه د یو پیلوت مړی راایستلی، چې بهرنی معلومیږي.
کورنیو چارو وزارت که څه هم پېښه تائیدوي؛ خو وایي، چې دغه مسافر وړونکې الوتکه یوه نیمه بجه د طالبانو تر څارنې لاندې د سدوزو په اړوند سیمه کې راغورزیدلې ده
د هرات ولایت هوایي ډګر څارونکیو له دې مخکې ویلي وه، چې د آریانا افغان هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه، چې د دیلي پر لوري یې له هرات ولایته الوت کړی و؛ د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې راغورزیدلې ده.
آریانا هوایي شرکت او نورو هېوادنیو شرکتونو د خپلو الوتکو راغورزیدل رد کړي او وایي، چې د دوي ټولې الوتنې په ښه توګه تر سره شوې دي.
طالبانو ویلي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د سدوخېل په اړوند سیمه کې د امریکایي ځواکونو هغه الوتکه رانسکوره شوې، چې د استخباراتي موخو لپاره یې سیمې ته الوت کړی و.
د طالبانو د خبرپانې له مخې؛ په دې پېښه کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د سي آی ای ګڼ لوړپوړي مشران وژل شوي دي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د الوتکې بدنه او د وژل شویو کسانو مړي په سیمه کې پراته دي.
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګیت په خپل یوه تویت کې د طالبانو لخوا د الوتکې د رانسکورولو ادعا رد کړه.
سوني لګیت زیاته کړې، چې د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي او تر دې دمه داسې کومه نښه نده لیدل شوې، چې هغه دې د دښمن لخوا پر نښه شوې وي.
د امریکایي ځواکونو ویاند تر دې دمه د پېښې له مرګ و ژوبلې څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې دغه الوتکې د جګړې په ډګر کې د پوځیانو لخوا د معلوماتو راټولولو لپاره کاریږي.
لومړنۍ څېړنې ښيي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله راغورزیدلې ده.