تازه خبرونه
د جرمني د هیسی ایالت مالیې وزیر ځانوژنه کړې
د کرونا ویروس له کبله پیدا شوي اقتصادي بحران د جرمني د هیسی ایالت مالیې وزیر توماس شیفر ته ژور خپګان پیدا او ځانوژنې ته اړ شوی دی.
د دغه ایالت وزیر فولکر بوفییر ویلي، چې د ښاغلي شیفر مړی د اورګاډي یوې پټلۍ ته نږدې موندل شوې دې.
هغه زیاته کړې، د مالیې دغه ۵۴ کلن وزیر یې په دې اړه سخت خواشینی و، چې د کرونا له کبله له پیدا شوي اقتصادي بحران سره به څنګه مبارزه وکړي.
د ویسبادن ښار څارنوالۍ هم څرګنده کړې، چې شیفر پخپله ځانوژلې دې.
فولکر بوفییر په یو ثبت شوي پیغام کې ویلي: “مونږ هک حیران شوي یو. باور مو نکیږي او ډېر سخت خواشیني یو.”
د هیسی په ایالت کې د فرانګفورټ ښار پروت دی، چې جرمني او د اروپا مالي مرکز بلل کیږي.
توماس شیفر لس کاله د دغه ایالت د مالیې وزیر و او له بانکونو او حکومتي ادارو سره یې ښه کاري اړیکې ساتلې وې.
هغه د انګېلامېرکل د ګوند غړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې کروناویروس تر دې دمه په آلمان کې ۵۴۱ کسان مړه کړي او شاوخوا ۶۲۴۳۵ نور پرې اخته دي.