تازه خبرونه
د غزني نوی امنیه قومندان خلیل اندرابي جرمي دوسیه لري
که څه هم د میدان وردګ ولایت پخوانی امنیه قومندان خلیل اندرابي له دندې څخه په ناوړه ګټه اخیستنه په لویه څارنوالۍ کې دوسیه لري او څارنوالي هم دا مني، چې دوسیه یې وروستۍ شوې نده؛ خو تازه د غزني د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومت پدې کار نیوکه کوي او ویلي یې دي، چې تورن کسان باید په مهمو امنیتي دندو ونه ګومارل شي؛ ځکه ناوړه پایلې به ولري.
د ولسي جرګې د هرات استازي غلام فاروق مجروح ویلي؛ ترهغې، چې د تورنو دوسیې وروستۍ نشي او واکمنه محکمه یې د برآت حکم ورنکړي، حکومت د دوسیې تر وروستي کیدو نشي کولی اندرابي د امنیتي مسوول په توګه وګوماري.
په ولسي جرګه کې د غوراستازی ظاهر تمیم وایي؛ په خواشینۍ، چې حکومت په یو شمېر ګومارنو کې اساسي قانون له پامه غورزوي. مونږ هیله من یو، چې لږ تر لږه باید وړتیا په پام کې ونیول شي او داسې خلک ونه ګومارل شي، چې د کوم جرم تور پرې وي؛ خو دلته پر اړیکو ټینګار شوی دی.
حقوق پوهان ټینګار کوي، چې د تورنو په اړه د جزا کود څرګند دی او باید د دولت په درې واړو قواو کې ونه ګومارل شي.
د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي: د جزا د کود د ۱۷۲ مادې له مخې: هغه کسان، چې د کورني او بهرني امنیت یا قتل پر تر سره کولو تورن پېژندل شوي وي؛ په درې واړو قواوو کې کار کولی نشي.
له دې مخکې خلیل اندرابی د فساد دوسیې هم درلودې؛ خو لویه څارنوالي وایي؛ د ښاغلي اندرابي یوه دوسیه، چې له صلاحیت څخه په ناوړه استفادې تورن دی نده وروستۍ شوې او د پوره څرګندونو لپاره امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لیږل شوې ده.
