بلخ @ps

د شاهین قول اردو د خونړۍ پېښې د درناوي په ویاړ ملي ویراعلان شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بلخ ولایت کې د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته افغان ولسمشر دغه ولایت ته سفر وکړ او د پېښې د قربانيانو درناوي ته یې یکشنبه(د غویي ۳) په ټول هېواد کې د ملي ویر ورځ اعلان کړی ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند سید شاه حسين مرتضوي په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني تېره ورځ بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال امر وکړ، چې د جمعې د ورځې په بريدونو کې د وژل شوو کسانو د درناوي لپاره دې په ټول هېواد کې ملي ویراعلان شي.

ښاغلي مرتضوي وايي، چې نن يکنشبه به د ټول هېواد په کورنیو او باندنیو بنسټونو کې د افغانستان دولتي بېرغ نيم ځوړند وي.

ښاغلي مرتضوي دا هم ویلي، چې  نن به د ارګ په مرکزي جومات کې د بلخ شاهین ۲۰۹ قول اردو د قربانيانو لپاره د دعا مراسم وي او په ټولو دولتي ادارو او بهرنيو هېوادونو کې به د افغانستان سفارتونو او قونسلګريو کې د افغانستان بيرغ نيم ځوړند وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په بلخ کې د پېښې له ټپيانو سره له ليدو وروسته پر شاهين قول اردو د طالبانو تر سر۹ه شوی برید یې وغانده.

د ولایتي مسوولینو د څرګندونو له مخې په دې برید کې ۱۵۰ کسه وژل شوي او له ۷۰ ډېر ټپیان دي، چې پر دولتي ځواکونو دغه برید  له ټولو خونړی برید و.

د بلخ خونړۍ پېښې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي او تر سره شوې خونړۍ پېښه یې غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر د دغې وروستۍ خونړۍ پېښې د هراړخیزې څېړنې سپارښتنه هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version