پرمختګ او بشپړتیا
د خصوصي او نادولتي بنسټونو کارمندانو ته د تقاعد حق ورکړ شو
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د نادولتي( خصوصي) بنسټونو د کارمندانو د تقاعد د حق مقرره په درې فصلونو او ۲۲ مادو کې د وزارت لخوا ترتیب او د (افغانستان د اسلامي جمهوریت) د ولسمشر د حکم له مخې نافذ ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه تقنیني سند پربنسټ نادولتي او خصوصي بنسټونه اړ دي، چې خپلو کارمندانو ته د هر یو کال کار په بدل کې یوه میاشت تنخوا ورکړي.
سربېره پردې یاد وزارت زیاته کړې، چې دا د نادولتي موسسو د کارمندانو لپاره د تقاعد د ورکړې په اړه لومړی قانوني سند او یو لوی ګام دی؛ ځکه، چې ډېر شمېر افغانان د خصوصي سکتور لخوا پر دندو ګمارل کیږي او باید د تقاعد له حقه برخمن شي.
ویل کیږي، چې افغانستان د کارګرانو ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته په کتو د نړۍ تر ټولو بېوزلی هېواد دی.