تازه خبرونه
د ایران شورای نګهبان د پيسو سپینولو ضد مصوبه تائید کړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ایران دولت غواړي، چې په دې هېواد کې د پيسو سپینولو پرضد اقدامات په نړیوالو معیارونو برابر شي.
د شورای نګهبان ویاند علي کدخدايي پرون شنبه خبریالانو ته وویل، چې له تروریزم سره د مبارزې د تمویل په قانون کې تعدیل شوي موارد یې هم تائید کړي دي.
پر نړیوالو مالي جرمونو د څارنې یوې نړیوالې ادارې د روان میلادي کال په جون کې ایران ته څلور میاشتې وخت ورکړ، چې که جدي اصلاحات عملي نه کړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.
د ایران په پارلمان کې سخت دریځي اندېښنه لري، چې له نړیوالو معیارونو سره برابري ښايي د حزب الله په څېر له افراطي ډلو د تهران مالي ملاتړ له خنډ سره مخ کړي.
د امریکا متحد ایالات حزب الله تروریستي ډله ګڼي.