تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په مزار شریف ښار کې د سجادیه ښارګوټي بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، کمبلې او  ګرمې جامې شاملې دي.

 د بیات بنیاد مرستیال محمد اسمعیل وايي، د مرستې دا لړۍ به د شمال زون نورو ولایتونو ته هم وغزول شي.

د مزارشریف د سجادیه سیمې قومي مشر محمد رضا له بېوزله کورنیو سره د بیات بنیاد له دغو مرستو مننه کوي او وایي، چې له دغو مرستو سره به یې یو څه ستونزې حل شي.

دوی له نورو مرستندویو بنسټونو وغوښتل، چې له دغو کورنیو سره دې ورته مرستې وکړي.

د مزارشریف اوسیدونکی محمد علی محمدي وایي، خلک په ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي؛ وزګارتیا او بیوزلي د خلکو اصلي ستونزې دي.

علام سخي نومي ویلي، چې له دغو سره به یې تر یوه وخته ستونزې یوڅه حل شي.

بیات بنیاد هرکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره ژمنۍ مرسته کوي  او په ټول هېواد کې بشردوستانه مرستو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version