تازه خبرونه

د سیاسي اجماع نشتوالی به د حکومت دریځ کمزوری کړي- پیري مایدون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر خبرداری ورکوي، چې د سیاسي اجماع نشتون به د سولې په خبرو کې د حکومت دریځ کمزوری کړي او طالبان به په لوړ دریځ کې وي.

د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت د افغانستان د سولې په  بهیر کې د اروپايي ټولنې پر رول ټینګار کړی دی.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر د سولې له هوکړې وروسته سیاسي او مالي ملاتړ اعلام کړ. که څه هم امریکا په ځلونو له طالبانو سره خبرې کړي؛ خو تر اوسه اروپایي ټولنه د سولې په خبرو کې دخېله شوې نده. دا ټولنه د سولې هوکړه لیک په تړاو اصلي پرېکړه نیوونکی افغان دولت او طالبان بولي؛ خو د سولې بهیر په تړاو په حکومت کې د سیاسي اجماع نشتوالی د اندېښنې وړ بولي.

په افغانستان کې  د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون د دوحې ناستې له مرکچي پلاوي غواړي، چې په خپلو کې یوې اجماع ته ورسیږي. کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر دا راز افغان حکومت او طالبان د سولې هوکړه لیک په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي بولي او وایي، اروپايي ټولنه د لنډمهال حکومت له جوړېدو او د سولې خبرو په پلمه د ټاکنو له ځنډېدو سره  په کلکه مخالفت لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ زمونږ باور دا دی، چې دوحې ته تلوونکی مرکچي پلاوی باید په خپل منځ کې یوې سیاسي اجماع ته ورسیږي او په دې برخه کې د لارې نقشه شتون ولري؛ ځکه د سیاسي اجماع نشتون د افغان حکومت ځای او دریځ کمزوری کوي او طالبانو ته به د دې زمینه برابره کړي، چې په لوړ دریځ کې وي.

اروپايي ټولنه باوري ده، چې له طالبانو سره اوسنۍ خبرې، د حکومت او طالبانو د سولې مذاکرات ندي. اروپايي ټولنه باوري ده، چې د سولې خبرې به هغه مهال رامنځته شي، چې افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کیني.

اروپایي ټولنه د لنډ مهال حکومت له جوړېدو سره هم مخالفت لري.

ښاغلي پیري مایدون زیاته کړې، چې مونږ د لنډ مهال حکومت د جوړېدو له منطق ملاتړ نه کوو؛ مونږ نه غواړو ځوان بنسټونه په ستونزو کې واچوو، مونږ دغلته د تیورۍ پر بنسټ خبرې نه کوو، بلکې عملاً غواړو څه، چې وایوو هغه دې تر سره شي.

د اروپايي ټولنې سفیر د سولې مذاکراتو په پلمه د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډیدو سره هم مخالفت څرګند کړ او وایي، چې د سولې خبرو له پر مخ بیولو سره هممهال، ټاکنې هم د ملي وحدت حکومت پر میز دي. مونږ غواړو، چې دا دواړه بهیرونه په ګډه تر پاملرنې لاندې راشي او باید ټاکنې د سولې خبرو اترو تر سیوري لاندې رانشي. ولسمشریزې ټاکنې باید پخپل وخت تر سره شي.

که څه هم د طالبانو او امریکایانو خبرې څو میاشتې کیږي، چې روانې دي؛ خو تر اوسه دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته ندي رسیدلي. طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته هم ندي حاضر شوي، خو اروپایي ټولنه خبرداری ورکوي، چې که خبرې پایلې ته ونه رسیږي، افغانستان به په ټولو برخو کې له ستونزو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version