بلخ @ps
د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ د امنیه قومندانۍ او شاهین قول اردو ویاندویانو دا خبر تائید کړې؛ خو پدې اړه ډېر جزئیات نه ورکوي.
د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودو پر شرط ویلي، چې په چورلکه کې اته کسان ناست ول او ټولو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، چورلکه د تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله لویدلې ده.