پرمختګ او بشپړتیا
د بیات پاور کمپنۍ به ډېر ژر د بریالۍ پروژې په توګه اعلان شي
د کانونو او پترولیم و زارت مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه ورته د بیات پاورشرکت پروژه یوه له مهمو او بریالیو پروژو څخه ده، چې ډېر ژر به د کانونو او پترولیم وزارت لخوا د بریالۍ او غوره پروژې په توګه معرفي شي.
د کانونو وزارت مسوولینو په ډاګه کړې، چې پدې پروژه ۳۸،۵ میلیو ن دالر پانګونه شوې ده.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند سیحون کامګار وايي، چې د دې پروژې عملي چارې به هم پیل شي او زرګونه هېوادوالو ته به د کار د زمینې ترڅنګ زرکونه کورنیو ته برښنا هم ورکړ شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ بیات ګروپ توانیدلی، چې ټولې چارې د قرار داد له مخې بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخستلو ته وسپارل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی هم د بیات پاور پروګرام له اقتصادي پلوه هېوادوالو ته خورا مهم بولي او وایي، چې دغه پروژه کولي شي په جوزجان ولایت کې په زرګونه زره کسانو ته د کار تر څنګ د اقتصادي پراختیا زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو دا هم ويلي، چې بیات د هېواد یو له بریالیو پانګوالو دی، چې تل يې هېوادوالو ته د اقتصادي هوسایني او ظرفیتونو د رامنځته کولو په برخه کې خپلي هلې ځلې روانې ساتلي.
خبریال اسلم حجاب