تازه خبرونه
د ایران او افغانستان ګډو کاري کمیتو بیا پر امنیتي مسایلو او اوبو خبرې پیل کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه کابل ته راغلی پلاوی په ۵ برخو کې له افغان پلاوي سره پر خبرو بوخت دی. د خبرو مشري د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غاړه ده، چې د کډوالو چارو، کرنې او انرژۍ وزارتونه یې غړیتوب لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني زیاتوي، چې د افغان او ایراني کمیتو خبرې به پر امنیتي او سرحدي مسایلو او اوبو ډېرې متمرکزې وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په ډاګه کړې، چې د دغه پړاو خبرې په یادو درې برخو کې بریالۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ ګټورې هوکړې رامنځته شوې. ټاکل شوې، چې د روانې میاشتې په پای کې به دواړه کمیتې پر اقتصادي او فرهنګي برخو خبرې وکړي.
په دې وروستیو کې، چې افغانستان د اوبو د مدیریت او کابو کولو لپاره مټي رانغښتي ایران هم خپل حساسیت ښودلی دی.
د هلمند سیند اوبه، چې ایران ته بهیږي، د ستونزې لامل شوي دي؛ دغه سیند۱۱۰۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې بهیږي او د ایران او افغانستان په ګډ سیند هامون کې ورتوییږي.
د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ ل کال کې د موسی شفیق په مشرۍ شوې؛ افغانستان باید په کال ګې اته سوه پنځوس میلیون مترمکعب اوبه ایران ته ورکړي. اوس د سلما په بند کې شپږ سوه څلویښت میلیون متر مکعب اوبه راغونډيږي.
د هریرود سیند، چې له غور څخه سرچینه اخلي له هرات ور تېریږي او د ایران مشهد ته ورننوځي. دغه سیند یوولس سوه کیلو متره په افغانستان او نهه سوه پنځوس کیلومتره په ایران کې بهیږي.
افغانستان د هلمند پر سیند د کجکي او پر هریرود د سلما بندونه جوړ کړي، چې تر یوه بریده یې اوبه کابوه کړي دي.
د ایران راغلی پلاوی له افغان چارواکو سره د نهه سوه پېنځه څلویښت کیلومتره پولې پر ساتنه هم ټینګار کوي.
پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي، ایران د افغانستان په سرحدي سیمو کې د داعش ډېریدو اندېښمن کړی او د همدې ستونزې د حل هڅې کوي.
له دې مخکې افغان چارواکو د افغانستان په سویل کې ایران تورن کړی و، چې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي او اوس له دغې لارې غواړي، چې د افغانستان د اوبو د بندونو جوړولو ته ستونزې جوړې کړي.
خبریال: علی اصغري