تازه خبرونه
د سیاسي هڅاند وحید مژده مړی خاورو ته وسپارل شو
د ارواښاد وحید مژده د جنازې په مراسمو کې سیاسي هڅاند له حکومت وغوښتل، چې دا قضیه وڅاري او که یې عاملین پیدا نشي؛ له ولسمشره نیولې ان د حکومت ټولې اړوند ادارې په دې پېښه کې ګرم دي.
دوی ویلي، مژده ته له دې مرګوني برید مخکې ګواښنې شوې وې؛ خو په وینا یې ولې یې حکومت د ساتنې لپاره اقدام ونکړ.
سیاسي هڅاند موسی فریور ویلي، چې وحید مژده مخالفینو ندی وژلی. نوموړی هغه چا وژلی، چې ځان د آزادۍ ساتونکی بولي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ باید د مژده قاتلین د محکمې میز ته راکاږل شي؛ ځکه، چې پېښه په کابل کې شوې او د ملي وحدت حکومت یې باید ځواب ورکړي.
وحید مژده په سیاسي بحثونو کې تل پر حکومت نیوکې کړي او له دې پېښې وړاندې د سیاسي چارو بل فعال حسن حقیار هم په پل آرتل سیمه کې د وسلوالو په برید کې ټپي شوی و.
د یادونې ده، چې د سیاسي چارو هڅاند وحید مژده د چارشنبې پر ماښام( د لړم ۲۹) د دوه موتر سایکل سپرو لخوا پر ډزو وژل شوی دی.
خبریال: اسلم حجاب