تازه خبرونه
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشر په بغداد کی ووژل شو
د ایران سپاه پاسدران هم مني، چې د قدس څانګې مشر جنرال قاسم سلیماني په عراق کې وژل شوی دی. قاسم سلیماني د قدس ځواکونو مشرو، چې له ایران بهر یې له وسلوالو ډلو سره همکاري کوله.
نیمه حکومتي آژانس فارس، چې له سپاه پاسدران سره نږدې اړیکي لري نن جمع( د مرغومي ۱۳) سهار وختي د حشد الشعبي پر کاروان برید تائید کړ. وروسته یې په خپل سرلیک کې ولیکل، چی د سپاه پسدران د بیان له مخې؛ د اسلام سرلوړی مشر حاجي قاسم سلیماني له یو عمر هڅو وروسته نن سهار د امریکايي متجاوزو هوایي ځواکونو د برید په ترڅ کې شهید شو.
د امریکایي ځواکونو دغه هوایي برید د سلیماني او د حشد الشعبي د قومندانانو پر موترو ترسره شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان هم دا خبر تائید کړی او وايي، چې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د دې هوايي برید امر صادر کړی و.
د آمریکا ولسمشر دونالد ترامپ پخپل تویت د دغه هېواد رپی(بیرغ) پرته له کومې څرګندونۍ پورته کړی دی.
همداراز محسن رضایي، چی د سپاه پاسداران د مخکنیو مشرانو له ډلی څخه یو دی او اوسمهال د ایران د نظام مصلحتي مشري لري، پخپل تویت کې یې ګواښ کړی، چې له آمریکا څخه به په کلکه غچ واخیستل شي.
قاسم سلیمان ۵۹ کلن و او هغه وخت له نړیوالې پېژندنې برخمن شو، چی د ایران سپاه پاسداران پر عراق، سوریه او د مینځني ختیځ پر نورو هېوادونو خپل برلاسي ته وده ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ اعتراض کوونکیو په بغداد کې د آمریکا پر سفارت راوپاریدل او بیا واشنګتن څرګنده کړه، چی ۷۵۰ سرتېري به مینځني ختیځ ته واستول شي.