تازه خبرونه

د ایران سفیر سره ځانګړې مرکه: د ایران اړیکې له افغانستان او طالبانو سره د سولې د پروسې په درشل کې او افغانستان ته د قاآني سفر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ایران سفیر آریانا نیوز ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چی که چیرې امریکا د افغانستان له خاورې څخه په ایران باندې برید وکړي، د ایران رهبران به په دې هکله تصمیم ونیسي.

د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي په اوج کې، په کابل کې د ایران سفیر آریانا نیوز ته په یوه ځانګړې مرکه کې د دغې پوښتنې په ځواب کې چی که چیری ایران له افغان میشت اډو څخه د امریکا لخوا تهدید شي، د ایران ځواب به څه وي؟ هغه وویل چی په دې اړه به د ایران رهبران تصمیم ونیسي.

ښاغلي امینیان وویل: “موږ د افغانستان ارضي حاکمیت ته احترام لرو، خو که چیرې په افغانستان کې د امریکا د اډو لخوا پر موږ برید وشي، نو په افغانستان کې د آمریکا پر اډو د برید په هکله به زموږ رهبران تصمیم ونیسي.”

بهادر امینیان د افغانستان د سولې له پروسې څخه کامل حمایت اعلان کړ او ويې ویل چی ایران به په هیڅ داسې خبرواترو کې ونډه وانخلي چیرې چې افغانستان پخپله هلته حضور ونلري.

ښاغلي امینیان وویل: “موږ امارت اسلامي په رسمیت نه پیژنو، موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت پیژنو”. هغه زیاته کړه چی افغانستان سره به د ایران مرستې دوام ولري.

افغانستان ته د اسماعیل قاآنی د قدس ځواک مشر د دوه کاله مخکې سفر په هکله د ایران سفیر وویل چې دغه سفر د افغانستان له دولت سره په همغږې سره اجرا شوې او د افغان د ملی امنیت چورلکو کې بامیان ولایت ته انتقال شوې وه.

امینیان د قاآني د سفر د موخې په هکله وویل: “هغه ستاسو د مقاماتو د بلنې په اساس دلته راغلې و او د امنیتي چورلکو له لارې بامیانو ته انتقال شوې و. دا یو حقیقت دې. او دغه سفر د امنیتی خبرو اترو په موخه سرته رسیدلې و.”

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه د قاسم سلیمان د وژنې پرسر د ایران او امریکا روابط خړوبي شوي چی افغانستان هم په دې هکله پریښانې څرګندې کړي.

Trending

Exit mobile version