تازه خبرونه

د ایران په خوزستان او لرستان ولایتونو کې ۴ لاریونکوونکي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ایران په خوزستان او لرستان ولایتونو کې د تېرې شپې د لاریونونو پر مهال څلور کسه پر ډزو وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې د تېرې شپې په لاریونونو کې ډېر کسان نیول شوي هم دي.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني له تلویزوني وینا وروسته هم د دغه هېواد په ځینې ښارونو کې لاریونونه روان ول.

فارس خبري آژانس په ډاګه کړې، چې د تېرې یکشنبې د شپې په څېر بېګا شپه هم د ځینو ولایتونو په بېلابېلو ښارونو کې لاریون و.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا لاریونونه د اوړمې شپې پرتله ډېر پراخ نه و. په اهواز او کرمانشاه ښارونو کې د یکشنبې شپې پر پرتله ارامي؛ ځکه ډېره وه، چې امنیتي ځواکونه زیات شوي دي.

فارس دا هم څرګندوي، چې په البرز ولایت کې نښتې شوي؛ خو د ډېرو امنیتي ځواکونو له رسیدو سره د کرج ښار امنیت ټینګ شوی دی.

دا مظاهرې تېره پنحشنبه په مشهد کې پیل شوې؛ خو وروسته پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم آباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي. که څه هم لاریونوالو په لومړیو کې د ناوړه اقتصادي حالت او فساد ضد شعارونه ور کول؛ خو وروسته ځینو په لاریونونو کې د ایران د مذهبي مشر پرضد هم شعارونه ور زیات شول.

Trending

Exit mobile version