تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا د پښتنو احتجاجي ناسته وځنډیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په اسلام آباد کې قبايلو او د خیبر پښتونخوا پښتنو له تېرو لس ورځو راهيسې روانه احتجاجي ناسته له هغې وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډوله، چې حکومت د هغوی د غوښتنو منلو ډاډ ورکړ او د نيول شویو پښتنو د پرېښودو ژمنه يې وکړه.

د احتجاجي ناستو يوه مشر تنظيموونکي منظور خان پښتون په خپل فيسبوک کې په ډاګه کړې، چې حکومت پښتنو ته ډاډ ورکړ، چې د نقيب الله مسيد قاتلين به محاکمه کوي، د بې محکمې قتلونو مخنيوی او څېړنه به کوي، په وزيرستان کې پښتنو ته د اوښتو زيانونو د ارزونې لپاره به په بېړنۍ توګه ځانګړی کميسيون ټاکي او نیول شوي قبايل به ټول خوشې کوي.

احتجاج کوونکیو ويلي، که غوښتنې يې پلې نشي، يوه مياشت وروسته به يو ځل بيا به په اسلام آباد کې احتجاجي ناستې پيل کړي.

منظورخان پښتون ويلي وه، چې يوازې د مسيدو قبیلې له پېنځلس سوه ډېر کسان تري تم یا نیول شوي دي.

نوموړي د ټولو تري تم شویو کسانو له کورنيو غوښتنه کړې، چې د خپلو خواخوږو پېژندنه دې ورسره شريکه کړي، چې په خلاصولو کې مرسته وشي.

د ښاغلي پښتون د تازه څرګندونې له مخې؛ امنيتي ځواکونو لس تري تم شوي کسان خوشې کړي دي.

دغه راز منظور خان پښتون څرګنده کړې، چې د نقيب الله مسيد قاتل د پوليسو افسر راو انور او د هغه همکاران دې ونيول شي، د پښتنو د بې محاکمې وژنو مخنيوی دې وشي، د خلکو د تري ترم کولو مخه دې ونیول شي، په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې دې امنيتي ځواکونه له چاودنې او وسلوال بريد وروسته د سيمې د خلکو له ځورولو او بندي کولو لاس واخلي او په کومو سيمو کې، چې پوځيانو ماينونه کرلي، هغه بايد وباسي او د پوځي عملياتو له کبله خلکو ته د زيان رسیدلو بدله دې ورکړي.

د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د پښتنو د لاريون کوونکيو ټولې غوښتنې ومنلې او د لومړي وزير صلاح کار امير مقام په رسمي ډول برخه والو ته واورولې او منظور پشتين د لاريون د پاى ته رسيدو اعلان وکړ؛ خو د لاريون کوونکیو مشرانو په یوه غږ ويلي، که غوښتنې يې پلې نه شي؛ نو يوه مياشت وروسته به بيا همدلته لاريون کوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د پښتنو  له غوښتنو هم ملاتړ کړی دی.

وګورو، چې د دغې احتجاجي ناستې غوښتنې او شرطونه به پلې شي او که د پخوانيو احتجاجونو په څېر به دا هم هیر شي.

Trending

Exit mobile version