تازه خبرونه

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د هېواد ختیځ ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد په ننګرهار کې له سلګونه بېوزلو او اړو کورنیو  سره، چې د ژمې په یخه هوا کې، په نیمه خېټه د ژوند سختې شپې تېروي؛ د خوراکي توکو او ژمنیو کالیو مرسته کړېده.

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ د ننګرهار ولایت سلګونه اړو، بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي او ژمني کالي ووېشل.

د دې مرستیو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وویل: په دې مرسته کې اوړه، چای، غوړي، کمبلې او جمپرونه شته، چې ډېر ژر به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پر اړو او بې ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس غلام حیدرفقیرزی وايي، بیات بنیاد یو خیریه بنسټ دی، چې هرکال په سخته کې د ننګرهار له  اړو بې ځایه شویو او ځپل شویو کورنیو سره بېلابېلې مرستې کوي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې اړو کسانو ته خپلې مرستې پراخه کړي.

هغو کسانو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړي؛ ډېرې خوشحاله دي، خو له نورو سوداګرو هم غواړي، چې لاسنیوی یې  وکړي.

بيات بنياد  له دې وړاندې هم څوځله په کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار کې له اړو کورنیو سره مرستې کړي او ترڅنګ یې په کونړ او ننګرهار کې کتابتونونه او روغتونونه هم جوړ کړي، چې وړیا خدمات په کې وړاندې کېږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version