پرمختګ او بشپړتیا

د بیات تکنالوژي انسیتیوت جوړ او پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د بیات تکنالوژي انسیتیوت د شنبې پر ورځ( د وري ۱۱) جوړ او پرانېستل شو.

د بیات بنیاد تکنالوژي انسیستوت کار پېنځه کاله مخکې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې، چې د سیمې په کچه په نړیوالو معیارونو برابر دی پیل شوی و او د شنبې پر ورځ( د وري ۱۱) یې د بیات بنیاد رییس او نورو حکومتي چارواکو پرانیسته وکړه.

د بیات بنیاد رییس احسان الله بیات د دې انستیوت پرانیسته د افغانستان له امریکایي پوهنتون سره د بریالیو همکاریو بېلګه یاد کړه او څرګنده یې کړه: موخه دا ده، چې د دې پوهنتون محصلان په سیاسي، علمي، طبي او ساینسي برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

ښاغلی بیات زیاتوي: بیات بنیاد د دې ودانۍ د جوړیدو تر څنګ په عملیاتي برخه کې هم د یومیلیون دالرو مرسته کړې ده. د بیات د تکنالوژي انسیتوت د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره ستر ګام دی.

دغه انسیتوت د کیمیا، فزیک، بیالوژۍ، معلوماتي تکنالوژۍ او رسنیو په برخو کې اووه لابراتوارونه لري، چې محصلانو ته  یې د زدکړو اوڅېړنو زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د امریکایی پوهنتون رییس داکتر هولاند وایي: د بیات بنیاد او امریکایي پوهنتون اړیکې پخوانۍ او د روښانه راتلونکې پیغام لري. مونږ پنځوس محصلانو ته، چې د بیات انیسیتوت لخوا ټاکل کیږي تحصیلي بورسونه د کمپیوتر ساینس په برخه کې برابروو او دا انستیتوت د بیات بنیاد او امریکایي پوهنتون ګډ پروګرام دی، چې په نړیوال معیار جوړ شوی دی.

د اجرائیه رییس په باور د هېواد د پرمختګ راز په زدکړو او د ځوانان نسل په پانګونه کې نغښتی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: بیات بنیاد د خلکو د ژوند او ښې راتلونکې لپاره پانګونه کوي، مونږ د ښاغلي بیات له څو کلنو همکاریو مننه کوو. ښاغلي بیات د نوي نسل د ژوندانه د ښوالي، سولې او د هېواد د پرمختګ لپاره پانګونه کړې ده.

د ولسمشر غني سلاکار همایون قیومي باوري دی، چې د دغه راز مرکزونو له جوړیدو سره د معیاري زدکړو زمینه برابریږي.

ښاغلی قیومي زیاتوي: مونږ ډاډه یو، چې محصلان به زمونږ راتلونکې ته ویاړ وروبښي؛ ځکه، چې دلته محصلانو ته په نړیواله کچه د زدکړو زمینه برابره شوې ده.

بیات بنیاد تر اوسه درې سوه ټولګټې پروژې د ښځو، ماشومانو، ځوانانو، اړو او پاخه عمر لرونکیو لپاره د ټول هېواد په کچه پلې کړې دي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version