تازه خبرونه
د بیات بنیاد د مرستو لړۍ په کابل کې ام البنین ښوونځي ته ورسیده
بیات بنیاد د روژې میاشتې په مناسبت د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې ام البنین ښوونځي له زدکوونکیو، ښوونکیو او کارګرو سره د خوراکي او سپورتي توکو مرسته وکړه.
د بیات بنیاد په رمضاني مرسته کې خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې او غوړي شته، چې په دې مبارکه میاشت کې اړو کسانو ته وېشل کیږي.
د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وايي، چې روژه له اړو کسانو سره د مرستې او لاسنیوي تر ټولو غوره میاشت ده؛ نو، ځکه پر ټولو مرستندویانو غږ کوو، چې په دغه مبارکه میاشت کې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
د ام البنین د نجونو ښوونځي مدیره افغاني نیکزاد وایي؛ له بیات بنیاد نړۍ مننه، چې د دغه ښوونځي زدکوونکي، ښوونکي او کارګران یې خوشحاله کړل.
ښوونکې نجیبه ملک زاده وایي: ښوونکي د ټولنې خوار قشر دی. مونږ ترې مننه کوو، چې دغه بنسټ خپله مرسته د ښوونځیو پر پرسونل وېشي.
د دغه ښونځي زدکوونکې صغرا وایي؛ خوشحاله یم، چې په دې مرستو کې د خوراکي توکو تر څنګ بوټان، قلم ، قرطاسیه، د لوبو توکي او ځواکمن خواړه ووېشل شول.
بیات بنیاد د خپل فعالیت له وخته په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې پر پام وړ مرستو سربېره وخت نا وخت له اړو کسانو سره هم مرستې کوي.