تازه خبرونه

د ایرلیند په وړاندې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې خپله ماته ومنله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د چارشنبې پر ورځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول او بریالي نشول، چې ایرلیند ته ستر هدف وټاکي او د ۳ ویکتو په توپير یې ماتې وخوړه.

دغه لوبه د افغانستان لوبډلې سلمه یو ورځنۍ سیالي وه، چې دوی ته په دې سیالۍ کې د تاریخ جوړولو فرصت په لاس ورغلی و؛ خو بدبختانه د بریا پر ځای له ماتې سره مخ شول.

همدا ډول محمد نبي هم خپله سلمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه، نوموړی د نړۍ لومړی لوبغاړی شو، چې په سلو پرلپسې سیالیو کې د خپلې لوبډلې استازیتوب کوي.

په دې سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه افغان لوبډلې وکړه، چې له پېله یې ویکتې وسوځیدې او د ۱۶ منډو په جوړولو یې ۴ د سر توپوهونکي له لاسه ورکړل. په همدې ډول یې د ۱۰۷ منډو پرمهال ۷ لوبغاړي سوځیدلي وه؛ خو په وروستي وخت کې نجیب الله ښه او مسوولانه توپوهنه وکړه، چې د هدف په لوړولو کې يې ځانګړی رول درلود.

په توپ اچونه کې راشد خان تر ټولو مخکې و، نوموړي په خپلو لس اورونو کې ۳۷ منډې وکړې او ۳ ویکتې یې واخیستې، محمد نبي ۲، مجیب او آفتاب عالم یوه یوه ویکته پخپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ یو یو مساوي شوه او په پایلوبه کې به دواړه لوبډلې د بریا تر وروستۍ کچې کوښښ کوي، چې د یادو سیالیو جام وګټي.

ټاکل شوې، چې د روان کال د سپتمبر پر ۱۵ په دبۍ کې د آسیا جام سیالۍ پیل شي.  

په دې سیالیو کې به د بنګلدیش، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او افغانستان تکړه لوبډلې ولوبیږي.

د یادونې ده، چې افغانستان او سریلانکا به د سپتمبر پر ۱۷ لوبه وکړي.

Trending

Exit mobile version