پرمختګ او بشپړتیا

د سیندونو، بندونو او د ځمکي لاندي اوبو د پراختیا کړنلاره بشپړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ په تېرو اتلس میاشتو کې د نړیوال بانک په مرسته وتوانیدل، چې د سیندونو، بندونو او د ځمکي لاندي اوبو د پراختیا کړنلاره رامنځته کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې پخوا به د هېواد د سیندونو، بندونو او د ځمکې لاندې اوبو د بې ګټې لګیدو، وچکالۍ، د کرنیزو ځمکو ویجاړیدو او د طبیعي پېښو تر څنګ به ګڼې ټولنیزي ستونزي رامنځته کیدلې.

دوی زیاتوي، چې د بندونو د خوندیتوب د کړنلارې له کبله به لدې وروسته دغه ستونزې پای ته ورسیږي.

د اوبو او نرژۍ وزارت مرستیال خان محمد تکل وایي؛ مونږ د بندونو د بیا فعالیت لپاره لارې چارې لټوو، چې د راتلونکیو ستونزو مخنیوی تر سره او د حل لار ورته پیدا شي.

د کلیو پراختیا وزیر، چې په دې غونډه کې برخه درلوده وايي؛ دغه پروګرام کولی شي د هېواد پر اقتصادي ثبات مثبت اغېز وکړي.

د کیلو پراختیا وزیر مجیب الراحمان کریمي وایي؛ مونږ به پخوا ساختماني چارو ته ډېره پاملرنه کوله او فکر مو کاوه، چې ساختمان ته زیاته اړتیا ده؛ خو اوس باید له قوانینو او مقراراتو کار واخلو.

د اوبو او انرژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ لدې وروسته به د سیندونو، کانالو او د ځمکي لاندې اوبو د پراختیا ټولې چارې د نوې کړنلارې له مخي تنظیم شي، چې ورسره به مو په اقتصادي پراختیا کې مهم پرمختګونه او اغېزې هم رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version