تازه خبرونه

د ریکا په اومه ناسته کې د لاجوردو لارې تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ریکا په اومه ناسته کې د لاجوردو لارې تړون لاسلیک شو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو تر منځ همکاري د ثبات د ودې لپاره ګټوره بولي.

د افغانستان ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان ترمنځ د لاجوردو لار تړون لاسلیک شو. ټاکل شوې دغه لار له ترکمنستان اذربایجان او ګرجستان تورې بحیرې ته او له هغه وروسته ترکیه او افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوې. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه اقدام د سیمه ییز ثبات د ښه والي لپاره ګټور بولي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وایي: (د ریکا اومه ناسته په داسې حال کې تر سره کېږي چې د سیمې هېوادونه بنسټېز اقتصادي امنیت ته اړتیا لري، په دې ناسته کې ګډون د دې ستونزې د حل او هدف ته د رسېدو په مانا ده)

په همدې حال کې د ریکا په غونډه کې د هند او افغانستان استازي هم په سیمه کې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاو په رامنځ ته کیدو ټینګار  کوي.

سرتاج عزیز د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار په دې هکله وایي:  (د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرو لپاره له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات کیږي او دغه لاره خلاصه ده. یو شمیر سوداګریز توکي چې له هند څخه پاکستان او افغانستان ته راوړل کیږي اداري پروسیجر ته اړتیا لري د اسانتیاو لپاره پاکستان په دې برخه کې کار کوي.)

مباشر جواد اکبر د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وایي: (پاکستان د هند او افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت په وړاندې خنډونه رامنځته کوي؛ خو دغه خنډونه یوازې افغانانو  ته زیان رسوي له بلې خوا هند هڅه کوي چې د افغانانو لپاره د آسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره ځینې پلانونه عملي کړي).

افغانستان هم هڅه کوي چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د پانګې اچونې زمینه لا برابره کړې په همدې حال کې ترکمنستان هم په دغه موضوع ټینګار کوي.

رشید میرادیف د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وایي: (ترکمنستان به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړې ترڅو دې هېواد کې وضعیت بدلون وکړې او اقتصادي ثبات رامنځ ته شي).

ریکا یا د سیمي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۰۰۵ زیږدیزکال کې رامنځ ته شوي تر دې وړاندې د دغه سازمان غونډې په کابل، استانبول او نوې ډهلې او اسلام اباد کې ترسره شوې وې.

Trending

Exit mobile version