تازه خبرونه

د دیورند کرښې په اړه د پرېکړې او خبرو وخت رارسیدلی- ګاریت بېلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، د دیورند کرښې پر سر د خبرو کولو لپاره مناسب وخت رارسیدلی دی، چې پرېکړه یې باید افغانستان او پاکستان وکړي.

له آریانانیوز سره په پس از خبر خپرونه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي ګاریت بېلي ویلي، چې که څه هم پر پاکستان د امریکا د مالي فشارونو ملاتړی دی؛ خو دا ټينګار هم کوي، چې د سولې پر لوري ورغلې لار د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو دوام دی.

د هغه په وینا؛ د دغه فشار موخه یوازې د سزا ورکول ندي. د دې فشار موخه دا ده، چې وسلوال خوزښتونه پای ته ورسول شي او افغانستان یو خوندي راتلونکی ولري. مونږ افغانستان ته سخت ژمن یو؛ نو له همدې کبله فکر کوم، چې د بریتانیې دریځ پدې برخه کې خورا روښانه دی. مونږ غواړو، چې د افغانستان او پاکستان په مشرۍ مذاکرات وشي او په پایله کې یې سوله رامنځته شي.

نوموړی پدې باور دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو او ښو اړیکو په اډانه کې افغانستان سولې ته رسیدلی شي.

ښاغلی بېلي دغه راز د دیورند کرښې په تړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ څرګندوي او وايي، دیورند کرښه د کوم پخواني استعماري قدرت پورې تړاو نلري، بلکې د دوه ګاونډ هېوادونو ګډه ستونزه ده.

د ده په خبره؛ فکر کوم، چې سل کاله مخکې ښايي دغه پوښتنه تر ډېره بریده له بریتانیې سره تړلې وه؛ خو ننی عصر دغه ډول پوښتنه، چې له یو پخواني استعماري قدرت سره تړاو لري، ردوي. اوس مهمه دا ده، چې پوله باید چېرته وي؛ افغانستان او پاکستان یې په اړه ګډه پرېکړه وکړي. هیڅ درېیمګړی هېواد باید پر دوی خپل نظر ونتپي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیې د لومړي وزیر ځانګړی استازی سوله په افغانستان او سیمه کې د پرمختګ یوازنۍ لار بولي او زیاتوي، چې نظامي فشار دې وي؛ خو سوله باید لومړیتوب ولري.

دیورند کرښه پر ۱۸۹۳کال د امیر عبدالرحمن او د هغه وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هنري مورتیمر دیورند ترمنځ لاسلیک شوې، چې تراوسه یو افغان حکومت هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

دیورند کرښه ۲۶۴۰ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د اوسني پاکستان او افغانستان پښتانه پرې وېشل شوي دي.

Trending

Exit mobile version