تازه خبرونه

د خوست د صبریو پر پوځي مرکز موټر بم برید ۲۷ کسانو ته مرګ و ژبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې موتربم  چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وواژه او د لس نورو سرتېرو په ګډون یې ۲۶ ملکي کسان ټپیان کړل.

 دا برید د جمعې په سهار ۶ بجې د خوست د صبریو ولسوالۍ په یعقوبیو سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي مرکز شوی.

چارواکي وایي، له موتربم وروسته وسلوال برید هم شوی او وایي، چې څو بریدګر هم  وژل شوې دي.

د جمعې په سهار وسلوالو د خوست د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په سیمه کې د ملي اردو یو مرکز په نښه کړ؛ لومړۍ یې موتربم چاودنه ورکړه او ورپسې وسلوال برید پیل شو.

عیني شاهدان هر یو نظام خان او محمد الله وایي، چاودنه دومره زوروره وه، چې د امنیتي مرکز د ویجاړیدو ترڅنګ یې په سیمه کې لسګونه کورونه هم ویجاړ کړې دي.

که څه هم په سویل ختیځ کې د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه اعلامیه کې د خپل یوه سرتېري وژل کیدل او د پېنځه نورو ټپیان کیدل تائید کړي.

یوه بله امنیتي سرچینه د نوم نه ښودو په شرط وایي، چې د موتربم په دې چاودنه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او ۱۰ نورټپیان دي.

د صبریو ولسوالۍ اداري مدیر وایي، د دغه چاودنې له امله څلور جوماتونه، یوه دیني مدرسره، یوه ښوونځي او تر څلوېښتو پورې کورونه هم ویجاړ شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکي وګړي ټپیان دي.

د دې امنیتي مرکز سرتېرو که څه هم سخت حالت تېر کړی؛ خو اوس هم ډاډمن دي او وایي، که یو څاڅکی وینه یې په تن کې وي هم به له خپلې خاورې ساتنه کوي. کلیپ.

په خوست کې ۲۰۳ تندر قول اردو لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد ناصر هدایت وایي، بریدګرو له موتربم چاودنې وروسته وسلوال برید هم ترسره کړی، چې هڅه یې کوله، یاد امنیتي مرکز ته دننه شي؛ خو افغان سرتېرو یې برید پر شا تمبولي او بریدګر وژل شوي دي.

د بريد مسووليت وسلوالو طالبانو پرغاړه اخيستی دی.

طالب ویاند ذیبح الله مجاهد ادعا کړې، چې له شپېته ډېر حکومتي سرتېرو ته يې مرګ و ژوبلې اړولې ده؛ خو چارواکي يوازې د يوه سرتېري مړينه تائيدوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version