تازه خبرونه

د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن له غرمې وروسته دوه نیمې بجې د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنه رامنځته شوې، چې موخه یې د یاد جومات د ټاکنو د نوملیکنې مرکز و. 

د خوست د عامه روغتون مرستیال ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۱۲ جسدونه او ۳۳ ټپیان رالیږدول شوي؛ خو یو شمېر نور قربانیان نورو روغتونونو ته هم وړل شوي دي.

ویل کیږي، چې د د تلفاتو شمېر تر دې دمه وروستی شوی نه دی.

امنیتي چارواکو د یادې چاودنې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه د چاودنې پړه چا پر غاړه نده اخیستې.

خبر د بښپړیدو په حال کې دی.

Trending

Exit mobile version