تازه خبرونه
د افغانستان زندانونه له بهرنیو ترهګرو ډک دي- معصوم ستانکزی
ولسي جرګې د وسلوالو طالبانو لخوا د خندق د عملیاتو له پیل کیدو او تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت رييس استجواب کړل.
دوی د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو او هغو ګواښونو له کبله اندېښنه وښوده، چې افغانان ور سره مخ دي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي: که څه هم مونږ بشپړ ځواکونه او امکانات لرو؛ خو ولې نشو کولی، چې د ترهګرو ډلو د هڅو مخه ونیسو او له منځه یې لیرې کړو.
په ولسي جرګه کې د فاریاب استازی عبدالستار درزابي په هېواد کې د ناامنیو پر مخنیوي ټینګار وکړ او وایي: هغه کوم بنسټیز علت دي، چې مونږ د نړیوالو ځواکونو په ځانګړي توګه د امریکا له هر اړخیزو امکاناتو هم برخمن یو؛ خو بیا هم نشو کولی د انسان او بشر لومړنی حق، چې د امنیت خوندیتوب دی تر لاسه او هېواد امن کړو.
د ملي امنیت رييس وايي، چې د هېواد زندانونه له بهرنیو ترهګرو ډک دي او افغانستان په ښکاره له بهرني یرغل سره مخ دی.
د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي څرګنده کړې: په تېرو ۷۲ ساعتونو کې مو د هېواد زندانونه له هغو بهرنیو ترهګرو ډک شوي، چې د نظام پر وړاندې جنګیږي. په داسې حال کې، چې نورهېوادونه یې د رادننه کیدو مخه نه نیسي؛ خو مونږ یې پر هغو لږو امکاناتو، چې لرو یې د ګواښونو د راټیټولو لپاره هڅې کوو.
د ملي دفاع وزیر وايي، چې وسلوالو طالبانو پخپلو خندق نومو عملیاتو کې سخت زیان لیدلی دی.
د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي: له هغه مهاله، چې خندق نومي عملیات پیل شوي؛ د دښمن ۷۹۹ کسان وژل شوي، ۴۹۹ ټپیان او ۷۷ نور ژوندي نیول شوي دي. همدا اوس په لس ولایتونو کې جګړه روانه ده او دښمن ستره لاسته راوړنه نلري.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ناامنیو پړه پر ګاونډ هېوادونو وراچوي او وایي: هېواد ته ګواښونه هغو هېوادونو رامنځته کړي، چې د ترهګرو ملاتړ کوي. دوی غواړي نظام له ننګونو سره مخ کړي او وښیي، چې افغانستان یو ناکام هېواد دی.
د امنیتي بنسټونو چارواکي وايي؛ دوی په یوازې سر نشي کولی، چې په بشپړه توګه د وسلوالو او د هغوی د ملاتړو دسیسې شنډې کړي. خلکو ته په کار ده، چې له امنیتي ارګانونو سره خپله همکاري زیاته کړي؛ پرته له دې به ناامنۍ له منځه ولاړې نشي.
خبریال: رفیع صدیقي