تازه خبرونه

د افغانستان او ترکیې ترمنځ هوايي د هلیز پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان او ترکیې ترمنځ هوايي د هلیز د سې شنبې پر ورځ(د غبرګولي لومړۍ) د دواړو هېوادونو د اړوند چارواکو لخوا پرانستل شو.

د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه ترکیې ته د هوايي دهلیز له لارې ۱۵ ټنه توکې واستول شول،  چې په کې غالۍ، و چه او تازه میوه او قیمتي ډبرې شته دی.

د صنایعو او سوداګرۍ  وزیر په ډاګه کړې؛ له تر کيې سره د اقتصا دي همکاریو هوکړه لیک لاس لیک شو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به اقتصادي همکاري نوره هم پراخه شي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزیرهمایون رساه وایي: مونږ غواړو د صادارتو له لارې خپل تجارتي بلانس مساوي کیدو ته نږ دې کړو او تر کيې ته موهم له نیکه مرغه د صادراتو لار خلاصه شوه.

د سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د هوايي دهلیزونو له لارې هند او قزاقستان ته له ۲۰ میلیو ن څخه د ډېرو دالرو پر ارزښت صادارت شوي دي.  

د سوداګرۍ خوني مسوولین هم له تر کیې سره د هوايي د هلیز پرانسته د صادراتو لپاره اړینه بولي.

د سوداګرۍ خونې رییس عتیق الله نصرت وایي: د افغانستان او تر کیې ترمنځ دغه د هلیز د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډېر اړین دی. اوس به مو صدارت نورهم ښه شي.

په کابل کې د ترکیې سفیر ویلي؛ هېواد او سوداګر يي هڅه کوي، چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکو ته هم پراختیا ورکړي.

په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارت تغرل وایي: میاشت وړاندي هم  ترکي سوداګر افغانستان ته راغلي وه او هڅه به وکړو، چې دواړه لوري ګډ کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې هغه مهال ترکي سوداګرو د افغانستان پر سترو طبیعي سرچینو د پانګونې غوښتنه کړې وه؛ خو له دوی مخکې امریکایي پانګوالو پر دغو سرچینو د پانګونې ټینګار کړی و.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version