تازه خبرونه

د افغانستان زرګونه عالمانو د روانې جګړې پر ضد فتوا وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۴) د افغانستان زرګونه عالمانو په هېواد کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او څرګنده شوې، چې د ديني نصوصو له مخې د جهاد حکم يوازې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی.

عالمانو د جنګ له ښکېلو خواوو په ځانګړي توګه له طالبانو وغوښتل، چې د سولې بهیر ومني او اجازه ورنګړي، چې بهرني هېوادونه د اسلام له نامه څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

دغه عالمان وایي، چې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د انسانانو وینه تویول ناروا دي.

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړی خدابخش محسني ویلي، چې: په افغانستان کې جګړه شرعي صبغه نلري. نړیوال بېلابېل جنګونه د شریعت له مخې ناروا دي او دا د مسلمانانو د وینې له تویولو پرته بل څه نه دي.

دوی له حکومته هم وغوښتل، چې نه یوازې د عالمانو د نظر احترام وکړي، بلکې ترې خپل ملاتړ هم وغزوي.

دیني عالم عنایت الله بلیغ وایي: مخالفانو ته وایم، چې راځئ د نیمګړتیاوو د لیرې کولو لپاره همغږي رامنځته کړو او بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې اجازه ورنکړو.

دوی ترهګریز بریدونه په کفر تعبیر کړل او په هېواد کې یې د روانې جګړې پر ضد فتوا وړاندې کړه.  

د عالمانو دغه فتوا اووه مادې لري؛ لومړى: د افغانستان اسلامي جهموريت، چې له ۹۹ سلنه ډېر خلک يې مسلمانان دي او اساسي قانون يې د سيمې په کچه تر ټولو ډېر اسلامي دی، پر وړاندې يې وسلواله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هیڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو پر اساس د جهاد حکم يوازې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی. دوه يم: دا، چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې غزیږي او هره ورځ له دواړو خواوو او ولسي خلکو څخه په لسګونه کسان وژل کېږي او د جګړې په تداوم هیڅ راز ګټه مرتبه نه ده، بلکې ګټې يې يوازې دښمنانو ته رسېږي؛ نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کیني او روان ناورين ته د پای ټکی کیدي.

درېيم: په اسلام کې انتحار او انفجار هیڅ ډول شرعي اساس نه لري؛ نو پر همدغه دليل ټول ترسره کیدونکي ځانمرګي بريدونه، ترور، لارې شکونې او وېره اچونه په قطعي توګه حرام دي؛ ترسره کول، تمويلول او ورسره مرسته کول يې ناروا او غير شرعي دي. څلورم: هر هغه څوک، چې سولې ته غاړه نه ږدې د الله(ج) او د رسول صلى الله عليه وسلم پر وړاندې مسوول او په ښکاره توګه د الله تعالى له اوامرو سرغړونه کوي. پېنځم: افغان ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده؛ د هر ډول ديني او اخلاقي مفاسدو ترويجول او ټولې هغه کړنې، چې له ديني اساساتو سره په ټکر او د ځوانانو د بې لارۍ لامل کېږي، مردودې دي او بايد مخنيوی يې وشي. شپږم: د مسلمانانو تر منځ د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ هر ډول نفاق، تعصب، تبعيض او ورته کړنې د اسلام مبين دين له اساساتو سره مغايرت لري او عاملین یې له اسلامي احکامو سرغړوونکي شمېرل کېږي او د دغو ناروا اعمالو ترسره کول او يا هغو ته وسيله ګرځیدل ټول منع دي او د سزا وړ ګڼل کېږي. اووم: مونږ د هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هېوادونو مداخله، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ګرځي او د افغان وژنې او نفاق لامل کېږي، په کلکه ردوو او محکوموو یې.

د افغانستان د څه باندې درې زره عالمانو ناسته د لویې جرګې په خیمه کې ترسره شوه؛ خو د ناستې په پای کې، چې کله د غونډې ګډونوال د راوتلو په حال کې ول یادې خیمې ته نږدې یو ځانمرګی برید ترسره شو، چې په کې د کابل د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله واوښته.

په داسې حال کې دغه ځانمرګی برید ترسره شوی، چې د عالمانو د ناستې لپاره پوره امنیتي تدابیر نیول شوي وه.

تر دې دمه د دغه برید پړه چا پر غاړه نده اخیستې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې برید دوی نه دی تر سره کړی.

Trending

Exit mobile version