بلخ @ps
د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د طالبانو له کمین روغ رمټ ووت
د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم تېر ماښام د بلخ- جوزجان پر لویه لار د طالبانو له کمین روغ رمټ وتلی دی.
د شبرغان ښاري ګارنیزیون مرستیال عبدالصمد رحماني ویلي، چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال ملاجبار په مشرۍ ۱۰۰ طالبانو په چکش نومې سیمه کې کمین نیولی و؛ خو د باتور دوستم د ساتونکیو له بشپړ ټینګار سره مخ شول.
که څه هم د جوزجان والي ویاند له دغې پېښې بې خبري ښیي؛ خو د ښاغلي رحماني د څرګندونو له مخې؛ له باتور دوستم سره په نښته کې دوه طالبان وژل شوي؛ دوه موتر سایکله او یو شمېر مهمات د نوموړي د ساتونکیو لاسته ورغلي دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو جسدونه په اړوند سیمه کې پاتې ول؛ خو د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب ور وسپارل شول.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
خبریاله: فریده امیني