تازه خبرونه

د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل؛ خپل بیرغونه یې ولیږدول او د سولې غوښتونکي شول.

د حکومت او طالبانو تر منځ دوه اړخیز اوربند یو شمېر طالبانو ته د دې موقع ورکړه، چې کابل ته راشي او له خلکو سره اختر مبارکي وکړي.

دوی وایي؛ مونږ غواړو، چې نور په دې وطن کې امن او شرعي نطام راشي؛ سوله راشي او کغار ترې ولاړ شي. دا، چې خلک په سوله او امن کې ګورو، خوښ يو او د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند  دوا م غواغړو.

ولسمشرۍ ماڼۍ له اوربنده د خلکو هرکلی د سولې د تامین لپاره د زمینې برابرولو په خاطر ښه فرصت بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، چې: د خلکو تود هرکلی ښیي، چې د سولې غوښتنه ولسي او ملي شوې ده . هیله من یم، چې له سولې ملاتړ مو سولې ته ورسوي.            

ځینې کابل ښاریانو ویلي، چې د اوسني وضعیت پر دوام باور نلري؛ خو دواړه لوري دې اوربند وغزوي.

د ننګرهار اوسیدونکي، چې طالبانو او داعش ځپلي، اوسنی اختر د تېرو هغو په پرتله بې ساری بولي او وایي، چې دغه روان اوربند دې روان وساتل شي.

افغان حکومت د رو‎ژې له ۲۷ د اختر تر پېنځمې له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ او ویې ویل، چې په اوربند کې القاعده او داعش ډله نه راځي.

طالبانو هم د اختر په درې ورځو کې له افغان ځواکونو سره اوربند اعلان کړ او ویې ویل، چې له روان اوربنده بهرني ځواکونه بې برخې دي.

د خلکو غوښتنه دا ده، چې اوربند دې تر هغې وغزیږي، چې دواړه لوري یوه جورجاړي ته رسیدلي نه وي.

Trending

Exit mobile version